ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د ایر انډیا د نسکورې شوې الوتکې د ۲۴۲ سورلیو او عمله وو څخه یواځې یو کس ژوندی پاته شوی

0

د ایرانډیا د الوتکې د نسکوریدو په پیښه کې لږ تر لږه ۲۶۰ کسان مړه شوي دي.هندي چارواکي وايي چې په الوتکه کې سپاره ۲۴۱ کسان مړه شوي دي، چې یوازې یو مسافر یې له پېښې څخه ژوندی پاتې شوی دی.پاتې نور مړه شوي کسان د دولتي طبي کالج د لیلیې ودانۍ اوسېدونکي وو چې الوتکه پکې راولوېده.راپور وايي، امکان لري چې د مړو شمېر به لوړ شي.د ایر انډیا یوه الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، د پنجشنبې په ورځ د هند په لویدیځ کې د احمد آباد له هوايي ډګر څخه دلندن په لور له الوتنې څو دقیقې وروسته ولوېده.پولیسو وویل چې رامیش وشواس کمار، چې د مسافرو او عملې له ډلې څخه یوازینی ژوندی پاتې شوی کس دی ، د بیړني حالت دروازې ته نږدې ناست او دنسکوریدو په مهال یې له الوتکې ځان بهر غورځولی دی.وشواس کمار، چې اوس مهال په روغتون کې دی، هندي رسنیو ته وویل چې هغه یو برتانوی تبعه دی او په هند کې د خپلې کورنۍ له لیدو وروسته له خپل ورور سره بریتانیا ته راستنیده.راپورونه وایي چې د الوتکې په مسافرو کې ۲۱۷ کسه لویان او ۱۱ ماشومان وو.