ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د غزې د بشري مرستو بنسټ؛ حماس وسله والې ډلې مو کارکوونکي په نښه کړي دي

0

د امریکا له ملاتړه برخمن د غزې بشري مرستو بنسټ ادعا کوي چې حماس وسله والې دلې يې د کارکوونکو پر یوه موټر برید کړی دی.امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله واله ډله یو ترهګریز سازمان بولي.فرانس پریس خبري اژانس ویلي، په برید کې پنځه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.د غزې د بشري مرستو بنسټ په یو بیان کې راغلي، په سیمه ییز وخت د شپې لس بجې وې چې حماس وسله والې ډلې پر هغې موټر برید وکړ چې د غزې د بشردوستانه بنسټ غړي په کې سپاره وو.د بیان له مخې په برید کې وژل شوي او ټپیان ټول هغه فلسطیني وګړو او مرسته رسونکي دي، چې د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې يې اړمنو کسانو ته مرستې رسولې.دا لومړی ځل نه دی چې د بشري مرستو پر کارکوونکو او اړمنو کسانو بریدونه کیږي.په تیرو دوو اونیو کې اسراییلي عسکرو پر هغوو فلسطینیانو ډزې کړي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټولیږي.یوازې تیره اونۍ د مرستو د ویش پرمهال د اسراییلي عسکرو په ډزو کې ۲۷کسان وژل شوي وو.د روان کال په مارچ میاشت کې د حماس او اسراییلو ترمنځ له لنډ مهال اوربند وروسته غزې ته د بشري مرستو رسیدل د اسراییلو له خوا ځنډول شوي وو.د غزې شاوخواو دوه میلیونه وګړي په بشپړه توګه بشري مرستو ته ځکه اړ دي چې د اسراییلو د بریدونو په ترڅ کې غزه کې د خوراکي موادو د تولید تقریبا ټول تاسیسات او ظرفیتونه ویجاړ شوي دي.