د سلیم راز ژوند او کار د پوهانو له نظره
سلیم راز د پښتو نړیوال کانفرنس باني او چېرمېن وو او دا رنګ له ۲۰ کالو زیات د انجمن ترقي پسند مصنیفین صوبایي سېکرېټري هم پاتې شوی او یوشمېر تحقیقي او تنقیدي مقالې يې چاپ شوي دي. د دې ترڅنګ سلیم راز تر ډېره وخته د اردو او پښتو په ورځپاڼو کې کالمونه لیکلي او دا رنګ يې په یو شمېر ادبي رسالو کې تحقیقي مقالې چاپ شوي دي.
سلیم راز یو شمېر کتابونه چاپ کړي وو چې پکې زخمونه، تنقیدي کرښې، زه لمحه لمحه قتلېږم او په اردو ژبه کې هم ځینې کتابونه چاپ کړي دي او خپله د سلیم راز په فن او شخصیت هم ځینې کتاب چاپ شوي دي. د نوموړي ګڼ کتابونه ناچاپه هم پاتې دي.
د سليم راز د ژوند او فن په اړه د مشال راډیو ځانګړی پروګرام: