آنلاین ښوونځي د نجونو د زده کړې د محدودیت اغیز کموي
که څه هم په افغانستان کې له نېږدې څلور کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې د طالبانو حکومت له خوا له زده کړو منع شوي، خو د آنلاین ښوونځیو مسئولین وايي، هڅه کوي د محدودیتونو منفي اغیز یو څه راکم کړي.
بلخوا ،دبشری حقونو ملاتړي وايي دزده کړو محدودیت یوازې ښځې نه، بلکې په مجموع کې ټولنه زیانمنوي.