په ایران کې د یوې ځوانې افغانې کډوالې ټوک - ټوک جسد موندل شوی
د هینګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ راپور ورکړی، دا افغانه نجلۍ چې ۲۶ کاله عمر یې درلود ۵۰ ورځې مخکې لادرکه شوې وه.دغه بنسټ ویلي وژل شوې نجلۍ کبرا رضایي نومېده چې په تهران کې له کوره کار ته د تګ پرمهال نادرکه شوې وه.