تمه ده چې سر له بل سبا افغانستان ته د حاجیانو د ستنیدو لړۍ پيل شي
په سعودي عربستان کې یو شمېر افغان حاجیان وايي، هیله من دي چې افغانستان د بېرته ستنېدو سفر یې په منظم ډول او له ستونزو پرته ترسره شي.
د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې سږ کال شاوخوا ۳۰ زرو افغان حاجیانو د دې وزارت تر څارنې او مدیریت لاندې دحج مراسم په منظم او بریالي ډول ترسره کړل.