په روسیه کې د پوهنې وزیرانو غونډې ته د طالبانو د پلاوي سفر؛ له زده کړو محرومې نجونې دا سفرونه بې ګټې بولي
د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته د لوړو زده کړو او پوهنې د وزیرانو په دریم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د مرستیال د سفر په غبرګون کې، په افغانستان کې له زده کړو یو شمېر محرومې نجونې او مدني فعالین دا اقدام سمبولیک بولي.