ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د ازبکستان د پانګونې په نړیوال کنفراس کې د طالبانو پلاوی ګډون کوي

0

د طالبانو د حکومت د صعنت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیز په مشرۍ یو پلاوي نن دوشنبې د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر وکړ.د طالبانو په واک باختر خبري اژانس د سفر موخه په تاشکند کې د پانګونې په څلور نړیوال کنفراس کې د دې پلاوي ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو پریکړو او ژمنو څیړل یاد کړي دي.په تاشکند د پانګونې دغه نړیوال کنفراس هرکال د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د ولسمشرانو، وزیرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړیږي.بل پلو، ازبکستان د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ټنه بشري مرستې رالیږلي دي.په دغو مرستو کې چې خوارکي توکې شامل دي د حیراتان بندر له لارې افغانستان ته رارسیدلي دي.