د اروپايي ملتونو د فوټبال پایلوبه کې هسپانیه او پرتګال سره مخ دي
هسپانیه او پرتګال به نن شپه د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولۍ لیګ پایلوبه کې سره مخ شي.دا په زړه پورې لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلیږي.تر لوبې مخکې ګڼو خلکو د فوټبال له وتلي ستوري کریستیانو رونالډو سره د ځوان او تکړه لوبغاړي لامین یامال د مخ کېدو په اړه څرګندونې او مقایسې کړي دي.رونالډو بیا په یوه کنفرانس کې وویل چې پر لامین باید د خلکو زیات فشار نه وي او هغه پرېښودل شي چې خپله لوبه وکړي ځکه ډېر استعداد لري.فرانسه او جرمني به هم د دریم مقام لپاره سیالي وکړي.د دوی لوبه بیا د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمو پيلیږي.