ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

جرمني کې پولیسو یوه بریدګره ښځه ووژله

0

د جرمني پولیسو یوه ښځه وروسته له هغه په مونیخ ښار کې په ډزو وویشتله چې په دوو نورو کسانو یې د چاقو حمله کوله.دې دېرش کلنې ښځه وروسته په روغتون کې ساه ورکړې.د جرمني خبري اژانس ډي پي اې راپور ورکړ چې د شنبې په ورځ دې ښځې په ترزینویزه سیمه کې پر یوه سړي او یوې ښځې د چاقو حمله وکړه.د بایرن ایالت د پولیسو ویاند وویل چې د بریدګرې ښځې له خوا دا سړی او ښځه سطحي ژوبل شوي.د برید انګېزه لا روښانه نه ده.