د نیویارک یوې محکمې د نشه يې توکو یو قاچاقبر ته د ۱۶ کاله زندان سزا اورولې ده
د نیویارک یوې محکمې پرون جمعه د اصف حفیظ په نوم یو پاکستانۍ وکړی د مخدره مواد د قاچاق په تور په ۱۶کاله زندان محکوم کړی دی.۶۶کلن حفیظ چې کالونه يې په لندن کې ژوند کړی او د برټیانیايې له شاهۍ کورنۍ سره يې راشه درشه درلوده، د پولو لوبې د یو مشهور کلب سفیر و.راپورونه وايي، که څه هم هغه په لندن کې د یو کلب سفیر و، خو په پټه يې له خپله کوره د مخدره موادو د قاچاق کاروبار کاوه.امریکايي چارواکو ویلي، حفیظ په نړۍ کې د نشه يې توکو مشهور قاچاقبر او په دې برخه کې يې د جرمونو له کبله د سلطان په نوم شهرت درلود.دغو چارواکو وړاندې ویلي، هغه به له پاکستان او هند څخه په زرګونو کیلوګرامه هیروین، میتافیتامین، چرس او نور ورته نشه يې توکي اخیستل او د خپلې پټې شبکې له لارې به یې په ټوله نړۍ کې پلورل.حفیظ په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا او برټیانیا په ګډو هڅو ونیول شو او ۲۰۲۴ کال کې هغه په خپل جرم اعتراف وکړ.حفیط به تر ۲۰۳۳کاله پورې په زندان کې وي.