مردان کې د ګازو ډبې په چادونه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي
د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې د ګازو ډبې په چادونه کې د یوې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.په سیمه کې د ژغورنې اداره وايي، چادونه پرون سهار رامنځته شوې چې له کبله يې دوه منزله کور نړیدلی دی.د دې ادارې په خبره، په وژل شویو کې دوه ماشومان شامل دي.په پاکستان کې د تودې هوا له کبله د ګرمۍ په موسم کې وخت ناوخت د ګازو ډبې چادونې کیږي، چې له وړاندې په ورته پېښه کې د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی عباس اپریدی وژل شوی و.