ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو د مشهورو څهرو د وژنې علت څه دی؟

0

په پاکستان کې وخت په وخت هغه نجونې او مېرمنې وژلې شوې دي چې پر ټولنیزو رسنیو ځلېدلې وې. تازه تازه د جون په درېیمه ۱۷ کلنه ثنا یوسف په اسلام اباد کې په ډزو ووژل شوه. هغه د چترال وه او په ټېکټاک او انسټاګرام یې په شریکه له یو مېلیون زیات مینه وال لرل. تر ثنا وړاندې د ټولنیزو رسنیو نورې نجونې او مېرمنې هم په ورته ډول وژلې شوې دي. په پرله پسې ډول پر مشهورو مېرمنو د دې بریدونو زیاتېدو په ټولنه کې د نورو مطرحو مېرمنو اندېښنې را پارولې دي.

د مشال راډیو خبریالې په دې اړه یو تفصیلي راپور جوړ کړی دی.