د ملګرو ملتو د بشري حقونو عالي کمشنر د ( ای سي سي) پر قاضیانو د لګیدلي بندیز مخالفت وکړ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر د متحده ایالتونو له لورې د نړیوالې جنایي محکمې( ای سي سي) پر څلورو ښځینه قاضیانو د امریکا له لورې د لګیدلو بندیزونو د سمدستي لرې کیدو غوښتنه وکړه.
وولکر ترک د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، داسې پریکړې کولی شي چې قضایي خپلواکي او عدالت له خطر سره مخامخ کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم د ښاغلي وولکر د نظر تایید کړی دی او د دې بندیزونو د سمدستي لرې کیدو غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه او لویدیځې غاړې کې د جګړو په ترڅ کې له ادعا سره سم د اسراییلي ځواکونو د جنګي جرمونو د تحقیقاتو او همداراز په افغانستان کې د امر یکایي ځواکونو د قضیو د څیړلو د هڅو په تړاو د نړیوالې جنایي محکمې پر څلورو قاضیانو بندیزونه لګوي.