امریکایي او چینایي پلاوي پر اقتصادي موضوعات غږیږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ده د کابینې درې غړي به د دوشنبې په ورځ په لندن کې له چینایي چارواکو سره د سوداګرۍ د تړون په اړه خبرې وکړي.
د جمعې په ورځ، ټرمپ په خپلې خواله رسنۍ « سوشل ترت» کې ولیکل چې د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ، د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټینک او د امریکا د تجارتي چارو استازی جیمیسن ګریر به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا ولسمشر دا هم لیکلي چې دا غونډه باید ډيره ښه ترسره شي.
غونډه یوه ورځ وروسته له هغه پلان شوه چې ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د دواړو مشرانو ترمنځ په یوه نادره تلیفوني اړیکه کې خبرې وکړې.
که څه هم امریکا او چین په دې وروستیو کې د ځینو سوداګریزو تعرفو د بیرته راګرځولو لپاره د ( نوي) ورځو تړون لاسلیک کړ، خو دې لنډمهاله تړون د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادي قدرتونو ترمنځ راپیدا شوې پراخې تجارتي اندیښنې پای ته نه دي رسولي.