ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې ګواښل شوي چې کار پریږدي

0

په کابل کې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا ګواښل شوي دي.د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما دا پېښه تایید کړې ده.د یوناما په بیان کې چې فرانسې خبري اژانس خپور کړی راغلي :« په کابل کې د ملګرو ملتونو ګڼې ښځینې کارکوونکې د نامعلومو کسانو له خوا د هغوی د کار اړوند ګواښل شوي دي.»بیان زیاته کړې چې دغو جدي ګواښونو ته په پام ملګرو ملتونو د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او امنیت لپاره یو لړ اقدامات کړي دي.اکثرو دغو ښځو ته ګواښ شوی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.دا ښځې اوس د خپلو ادارو په سپارښتنه له کوره کار کوي.د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا دا ډول ګواښونه جرم بولي او وايي چې پولیس یې په وړاندې اقدام کوي.طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو په کار او تعلیم پراخ محدودیتونه لګولي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې په نادولتي ادارو کې ښځې له کار منع کړې.د ملګرو ملتونو ادارې هغه وخت هم له دې محدودیت مستثنی نه وې.