د خلیج هېوادونو شورا؛ طالبان دې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه ورکړي
د فارس خلیج د همکاریو شورا د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار حقونه خوندي او له زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي.دغې شورا د وزیرانو له ۱۶۴مه ناستې وروسته چې په کویت کې جوړه شوې وه، په یو بیان کې له طالبانو غوښتي چې افغانو ښځو او نجونو ته د زده کړې او کار زمینه برابره کړي.نژدې څلور کاله کیږي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو راګرځولي دي.د خلیج هېوادونو په بیان کې د اقلیتونو د حقونو پر ملاتړ هم تاکید شوی دی.د خلیج فارس هېوادونو له هغې ډلې عربي متحده امارات، بحرین، قطر، عربستان سعودي، عمان او کویت وړمه ورځ ناسته درلوده چې د بحث اجندا يې په سیمه کې امنیتي او بشردوستانه مسایل وو.د دې هېوادونو په ګډ بیان کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.
