ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې ۱۴وسله وال وژلي دي

0

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې يې د عملیاتو پرمهال ۱۴وسله وال وژلي دي.د اسوشټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، پوځ نن چهارشنبې د (جون دریمه) دا خبر د یو بیان په خپرولو سره ورکړی دی.وړاندې په بیان کې راغلي، دا عملیات تیره شپه د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ترسره شوي دي.د پوځ په بیان کې، په عملیات کې وژل شوي کسان د "هند ملاتړ لرونکي خوارج" بللی شوي، هغه اصطلاع چې ډیر وخت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او ورته نورو وسله والو ډلو ته کارول کیږي.نوي ډلې تراوسه د دغو وسله والو د وژل کیدو په اړه څه تبصره نه دی کړې.د پاکستان پوځ ویلي، د هغوو وسله والو له منځه وړو ته دوام ورکوي چې په ټکو يې د هند له ملاتړ برخمن دي.پاکستاني چارواکي هند د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د بلوڅو د ازادي غوښتونکو ډلو په ملاتړ تورنوي.