ru24.pro
World News in Pashto
Июнь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30

نن د احمد شاه ابدالي ۲۵۳م تلين دی

0
د ۲۰۲۵ز کال د جون پر درېيمه (د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال د غبرګولي پر ۱۳مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۵۳م تلين دی. هغه په ۱۷۴۷ز کال کې په کندهار کې د افغانانو مشر وټاکل شو. د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه. د احمد شاه بابا دوې مهمې کارنامې افغان ملت جوړونه او د پاني پت بريا يادېږي. احمد شاه اعظمي په خپل راپور کې د نوموړي ژوند او کارنامو ته کتنه کړې ده. دا راپور مخکې خپور شوی او د احمد شاه بابا د ۲۵۳م تلين په مناسبت يې بيا خپروو.