روبیو وايي، د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو نتیجې ته ډېره هیله نه لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، وایي چې د سولې له هغو خبرو اترو، چې ټاکل شوې د اوکراین او روسیې ترمنځ په ترکیه کې وشي، ډېرې هیلې نه لري.
ده پرون (پنحشنبې) وویل چې د دې خبرو د پرمختګ لپاره باید د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یو بل سره وویني.
هغه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته، چې د ترکیې په جنوب کې ترسره شوه، وویل: «زما په باور تر هغه وخته به پرمختګ ونه شي، چې ټرمپ او پوتین دا موضوع په مستقیم ډول و نه څېړي.»
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلینسکي، تأیید کړې چې هېواد به یې د خبرو لپاره استانبول ته یوه پلاوي واستوي، خو د مسکو له لوري د «ټیټې کچې» پلاوي پر استولو یې انتقاد کړی دی.
د روسیې له لوري تر ټولو لوړپوړی استول شوی غړی، ولادیمیر مدینسکي دی، چې د ولسمشر سلاکار بلل کېږي، او ټینګار کوي چې د کرملین له خوا استول شوی پلاوی «ټول لازم صلاحیتونه» لري.