ُپه غزه کې لږترلږه ۶۴ تنه وژل شوي
په غزې تړانګه کې د بیړنیو مرستو مسوولان وايي چې له تېرې شپې څخه د جمعې تر سهار پورې، د اسراییل په درنو بمباریو کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي دي.
اسوشیتید پریس خبري آژانس هم د غزې تړانګې له شمال، دیر البلح څخه خبر ورکړی چې خبریال یې تر جمعې سهاره لږ تر لږه د ۲۰ کسانو وژل تأیید کړي، د وژل شویو کسانو مړي یې شمېرلي دي.
د اسراییل بریدونه په شمالي غزه کې داسې مهال پراخېږي چې مخکې دا هیله موجوده وه چې منځني ختیځ ته د ډونالډ ټرمپ له سفر سره به د دې کړکېچ لپاره کومه حللاره وموندل شي.
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ، چې منځني ختیځ ته د ده د سفر وروستۍ ورځ وه، وویل: «ډېر خلک په غزه کې د لوږي له سخت حالت سره مخامخ دي.»