فیفا افغان ښځو ته د فوټبال ملي لوبډلې جوړولو اجازه ورکړه
د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په جلا وطنۍ کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډلې جوړولو اجازه ورکړې ده.
یو شمېر افغان ښځینه لوبغاړو او ورزشي فعالانو، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د فیفا له دې پرېکړې هرکلي کړی او دا یې د افغان لوبغاړو لپاره بریا بللې ده.