ru24.pro
World News in Pashto
Май
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

پاکستان او هند کې تازه بريدونو څومره تاوانونه اړولي دي؟

0
پاکستان ويلي دي چې د مې پر ۱۰مه يې د هند پر ضد د "بُنیان المرصوص" يا "پياوړي جوړښت" په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي. د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ويلي دي چې دا عمليات يې د هند د "پرلپسې بريدونو" په ځواب کې کړي دي. چارواکو زياته کړه چې دا اقدام يې تر هغه وروسته وکړ چې هند د مې پر ۱۰مه سهار وختي د دوی پر درو هوايي اډو د میزایلو بریدونه وکړل، خو زياتوي چې څه ډول زيانونه نه دي ورته اوښتي. بلخوا هند هم منلې ده چې پاکستان يې پر خاوره بريدونه کړي دي. هند دفاع وزارت د مې پر ۱۰مه وويل چې پاکستان د ډرون او نورو بريدونو په وسيله د هند پر بېلا بېلو سيمو بريدونو ته دوام ورکړی دی، خو په وينا يې چې ګڼ ډرورنه يې نسکور کړي دي. د رويټرز، اسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس خبري اژانسونو له ويډيوګانو جوړ راپور.