ru24.pro
World News in Pashto
Май
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

توپان په ننګرهار کې خلکو ته تاوانونه واړول

0

د جلال‌اباد ښار په ختیځو برخو کې پرون (پنجشنبې) توپان لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان کړل.توپان د ښار په څو برخو کې کورونه، تجارتي ملکیتونه او زېربناوې زیانمن کړي دي.طالب چارواکو ویلي، د دوو مخابراتي برجونو، د لمر پر برېښنا د چلیېدونکې سیستم، او یوې سیمه‌ییزې راډیو په شمول یو شمېر مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.د ښار په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې د کورونو ښیښې، د کورونو دننه سامانونه، او د دوکانونو مالونه هم زیانمن شوي دي.ټپیان د جلال‌اباد ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د ننګرهار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او تېزو بادونو وړاندوینه کړې وه.