په بدخشان کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله مرګ ژوبله اوښتې
په بدخشان کې د طالبانو چارواکي وایي چې د یاوان په ولسوالي کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي شوی دی.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور امر حکمت الله محمدي وایي چې دا پيښه د دوشنبې په ورځ د « پتاب» په کلې کې رامنځته شوه. د ښاغلي محمدي په وینا درې تنه د نقیب الله، سمیع الله او شمس الله په نوم تر خاورې لاندې شوي او مړه شوي او د سید عمر په نوم یو تن ټپي شوی دی چې درملنه یې روانه ده.
د بدخشان په یاوان ولسوالي کې هرکال د مځکې د ښوویدو د پیښو په شمول طبیعي پیښې رامنځته کیږي.