ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2025

د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو تبادله، ۳ کسان وژل شوي دي

0

د اوکراین او روسیې ترمنځ د بریدونو په تبادله کې نن سهار یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د اوکراین په دنیپروپتروسک سیمه او دوه تنه نور د روسیې په سرحدي سیمه بلګوردو کې ووژل شول.د اوکراین هوایي ځواک ویلي چې روسیې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراین سل بې پيلوټه الوتکې توغولي دي.د دغو بریدونو پایله کې اوکراین ته مالي زیان اوښتی او درې تنه په کې ټپيان شوي هم دي.بل لورته روسي چارواکو ویلي، بلګورود کې پر یوه موټر د اوکرایني ځواکونو برید کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی.دغه اوربند به د مې میاشتې له اتمې تر لسمې پورې نافذ وي چې د نازي جرمنانو په وړاندې د شوروي اتحاد د بریا له اتیایمې کلیزې سره برابرې شپې ورځې دي.د اوکراین ولسمشر د پوتین دغه اعلان نمایشي بللی دی.