متقي د قطر له صدراعظم سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې کړي.
متقي د ملګرو ملتونو له لوري د دغه سفر لپاره له سفري بندیزونو معاف شوی دی.
متقي قطر د ځانګړي ارزښت وړ بللی او ستاینه یې کړې چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په پراخولو کې یې رول ادا کړی.
د قطر د صدراعظم په حواله هم راغلي چې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې مهمې دي او خصوصي سکتورونو باید خپلې اړیکې منظمې وساتي.
قطر د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوه رابط په توګه کار کوي او د افغانستان اړوند څو نړیوال کنفرانسونه هلته دایر شوي دي.