نن دوشنبه په ایران کې د وروستۍ چاودنې او پراخې اورلګېدنې په خاطر عمومي ماتم دی.
د اپرېل په ۲۶مه تېره شنبه د بندرعباس په شهیدرجايي بندر کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې د پراخې اورلګېدنې سبب شوه.
د راپورونو له مخې اوروژونکي لا هم په بشپړه توګه د لمبو په مهار او د سیمو په تصفیې نه دي بریالي شوي.
لږ تر لږه ۴۶ کسان په دې پېښه کې وژل شوي او تر ۱۲۰۰ زیات ټپيان دي.
د دولت د اعلان په اساس د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د ایران رهبر علي خامنه اي له امنیتي او قضايي چارواکو غوښتي چې پېښه په جدي توګه وڅېړي او هر ډول ممکنه بیغوري او عمدي کار چې دا لویه تراژيدي یې سبب شوې په ګوته کړي.