د ماشومانو د لوبو وسایل؛ د هغوی په روزلو کې مهم رول ادا کوي
موږ معمولاً خپلو ماشومانو ته د لوبو وسایل يوازې د ساعت تيرۍ لپاره اخلو؛ خو واقعيت دا دى چې د لوبو سامانونه د ماشوم په روزنه كې مهم رول لري.
ارواپوهان وايي، د لوبو څيزونه د ماشوم په ذهني، عاطفي او تولنیزه وده او د دوی د استرس یا د فشارونو په کمولو کې ډیره مرسته کوي.
