په واتیکان کې د پاپ د جنازې مراسم
څه باندې دوو لکو کسانو په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی دی.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.که څه هم د نړۍ مشرانو د سینټ پیټرز په څلورلارې کې د پاپ د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی، خو هغه به د واتیکان ښار په یوه بله برخه کې د مهاجرینو او بندیانو د یوې ډلې په حضور کې خاورو ته وسپارل شي.پاپ فرانسیس د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۱مه، د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.هغه د لاتینې امریکا څخه د کاتولیک عیسویانو لومړنی مشر و.خورخه ماریو برګولیو، چې په ارجنټاین کې زیږیدلی، په ۲۰۱۳ کال کې د پاپ مقام ته ورسېد.
