د ډونالډ ټرمپ او ولودومیر زیلنسکي لنډه لیدنه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د شنبې په ورځ، د اپرېل په ۲۶مه، د پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې لنډه لیدنه درلوده.د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ او زیلینسکي مرستیالانو د دوی د لیدنې اعلان وکړ.دا په سپینه ماڼۍ کې د لفظي شخړې وروسته د دوی لومړۍ مخامخ لیدنه وه. ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې اوکراینیان له روسیې سره د سولې تړون ته اړ کړي.د اوکراین د ولسمشر ویاند سرهي نیکیفوروف خبریالانو ته وویل چې دواړو مشرانو د پاپ فرانسیس د جنازې له پیل څخه مخکې لنډه لیدنه وکړه. خو هغه نور جزئیات ورنه کړل.د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشر سټیفن چونګ هم تایید کړه چې غونډه وشوه او دا یې "ډیرې رغنده خبرې" وبللې.هغه زیاته کړه چې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ د غونډې په اړه نور جزئیات به وروسته اعلان شي.
