د کډوالو عالي کمېشنري؛ له پاکستانه راستنې شوې افغانې ښځې او نجونې زده کړو او کاري فرصتونو ته لاسرسی نه لري
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې له پاکستانه راستنې شوې افغان ښځې او نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او زده کړو او کاري فرصتونو ته محدود لاسرسی لري.
«یو ان اچ سي ار» د اندېښنې په څرګندولو زیاته کړې چې د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه یو لک او ۲۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې ښځې او نجونې هم په کې شاملې دي.
۲۸ کلنه شبینه چې تېره اونۍ (د مارچ ۲۰مه) له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنه کړل شوې ده.
شبینه د پنځو ماشومانو مور ده او ټول عمر یې د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت کې تېر شوی دی او اوس د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې په نامناسبه سرپناه کې اوسېږي.
دې ازادي راډیو ته وویل،
"دلته وطن کې ژوند ډېر سخت دی، نه مو کوټې شته، نه اوبه پېغله لور مې ده، هغې ته نه ښوونځی شته او نه درس، هغه د ښوونځي شوق لري، هلته (پاکستان) کې مو تعلیم نه راووېسته، سم تعلیم یې کاوه، موږ څه پوهېدو چې افغانستان کې به داسې حالات وي، په کار ده چې دوی مکتب کې شاملې کړي، خاوند مې دلته بې کاره او نابلده دی په هېڅ درک هم نه پوهېږو."
بلخوا له پاکستانه د تازه راستنو شویو افغان کډوالو په ډله کې ۱۳ کلنه ازما چې په پاکستان کې په ۶ ټولګي کې وه او اوس چې افغانستان ته ستنه شوې، او هلته له دې امله چې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو بندیز دی، هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.
اوزما ازادي راډیو ته وویل، "ډېره خفه یم، باید چې مکتبونه کلاو(پرانیستل) شي، زما د پلار کار اوبار نشته، زه غواړم چې (راتلونکې کې)ډاکتره شم".
دا تازه راستنې شوې افغانانې داسې مهال د خپل راتلونکي په اړه اندېښنې مطرح کوي چې تازه د کډوالوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کې عالي کمېشنرۍ هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي له پاکستانه راستنې شوې افغان ښځې او نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او زده کړو او کاري فرصتونو ته محدود لاسرسی لري.
په افغانستان کې د «یو ان اچ سي ار» مشر عرفات جمال د اپرېل پر ۲۴مه د دې سازمان پر ایکس پاڼه خپره کړې ویډیو کې ویلي:
"دلته په لسګونو زره افغان کورنۍ رارسیدلي دي، چې ډیری یې بیرته ستنیدو ته اړې شوي، هغه کسان چې راځي ستړي او د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندیښمن وي.
ډیری یې یوازې له یو څو شیانو سره راستنېدو ته اړې شوي، د ښځو او نجونو په ګډون زیانګالې ډلې، په ځانګړې توګه زده کړو ته د لاسرسي په اړه اندېښمنې دي، چې ښایي د ژوند او د تګ راتګ ازادي یې محدوده شي."
«یوان اچ سي ار» د روانې اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو شمیر یو لک او ۲۰ زره ښودلی زیاته کړې، دوی هڅه کوي چې راستنو شویو ته د نغدي مرستو تر څنګ خواړه او نورې بشري اسانتیاوې هم ورته برابرې کړي.
د دې دفتر په خبره په دې کې داسې کسان هم شته چې له دې مخکې یې کله هم افغانستان ته سفر نه و کړی.
دغه شان د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون بیا اندېښنه ښودلې چې دا زرګونه راستانه شوي افغانان له سختې بې وزلۍ اوبې کورۍ سره مخ دی.
دغه فدراسیون د اپرېل پر ۲۴مه پر خپله ایکس پاڼه لیکي چې د اپرېل له ۵مې نېټې راهیسې هره ورځ په منځني ډول له دوو زرو ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته په داسې حال کې ستنېږي چې لا دمخه د دغه هېواد سم نیمایي خلک بشري مرستو ته اړ دي.
دغو دواړو نړیوالو ادارو افغانستان سره د د نړیوالو د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
پاکستان د مارچ له ۳۱مې نېټې راهیسې د افغان بې اسنادو او افغان تابعیت کارتونو «اې سي سي» درلودونکو کډوالو د ایستلو لړۍ پېل کړې چې تر اوسه یې زرګونه کسان په دې لړ کې ایستلي دي.
تازه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د جون دیرشمه نیټه په پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو ( پي او ار) د اوسیدو لپاره هم وروستۍ نیټه ده، چې باید په خپله خوښه تر دې نیټې پورې افغانستان ته ستانه شي.
طلال چوهدري دا خبره نن د پاکستان ( جيو) تلویزیون ته کړې ده.
پاکستان وایي چې تر اوسه یې څه باندې اته لکه اووه پنځوس زره کډوال له خپلې خاورې ایستلې دي او که په راتلونکې کې څوک غواړي چې پاکستان ته ورشي هغوی باید له نړیوالو اصولو سره سم ویزې ترلاسه کړي.