د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر پاکستاني سرتیرو چاودنه شوې
د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې څلور سرتیرې وژل شوي.اسوشیتد پریس اژانس په کوټه کې د پولیسو د مشر نوید احمد په وینا په دې چاودنه کې د درې نورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستان په دغهَ ایالت کې اکثر وخت د بلوچانو بیلتون غوښتونکي ډلې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
