ملګري ملتونه وايي ټکنالوژۍ او مصنوعي زیرکتیا کې د نجونو ونډه کمه ده
د ټیکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګري ملتونه وايي چې انټرنیټ او ټیکنالوژۍ ته د مساوي لاسرسي نشتوالی نجونې د ژوند له مهمو فرصتونو څخه محرومولی شي.
د پنجشنبې په ورځ، د اپرېل په ۲۴مه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد د دې ورځې په مناسبت په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې د ټیکنالوژۍ په برخه کې د نجونو حضور خورا اهمیت لري.
ملګرو ملتونو زیاته کړه چې د پرمختګ سره سره، نجونې او ښځې لاهم د ډیجیټل ټیکنالوژۍ ته د لاسرسي او رول لوبولو په برخه کې له خنډونو سره مخ دي، په ځانګړې توګه د مصنوعي زیرکتیا په برخه کې.
د ټیکنالوژۍ په برخه کې د نجونو نړیواله ورځ داسې حال کې راغله چې افغانستان کې نجونې له شپږ ټولګي پورته له هر ډول زده کړو منع دي او انټرنیټ او ډیجیټل ټیکنالوژیو ته یې لاسرسی ډېر محدود دی.