پر کییف د روسیې راکټي بریدونه؛ دوه تنه مړه او څه باندې ۵۰ نور ټپیان دي
د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د شپې د روسیې د راکټي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن سهار، په ټیلیګرام کې لیکلي چې د دوو مړینو سربیره، په بریدونو کې ۵۴ نور ټپیان شوي دي.
کلیچکو دا هم وویل چې د استوګنې د یوې ودانۍ اوسیدونکي د کنډوالو لاندې بند پاتې دي او ودانۍ اور اخیستی دی.
روسیې تېره شپه پر اوکراین خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکړ، دقیقا څو ساعته وروسته له هغه چې چارواکو وویل د اوکراین د شخړې د حل په لور پرمختګ شوی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې، انګلستان او د اوکرایین استازو د چهارشنبې په ورځ په لندن کې سره ولیدل او په دې برخه کې یې د پرمختګ په اړه بحث وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې هغه فکر کوي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره یوې موافقې ته رسیدلی دی.
ټرمپ وویل: "زه فکر کوم چې روسیه چمتو ده. زه فکر کوم چې موږ له روسیې سره یو تړون ته رسېدلي یو. موږ باید له زیلینسکي سره یو تړون وکړو."
ټرمپ دا هم وویل چې له زیلینسکي سره هوکړې ته رسېدل تر هغه څه سخته وو چې په اړه یې فکر کېده. "ما فکر کاوه چې له زیلینسکي سره موافقې ته رسیدل به اسانه وي. خو تر اوسه دا کار ستونزمن وو، مګر زه فکر کوم چې موږ د دواړو خواوو سره موافقې ته رسیدلي یو."
