ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25
26
27
28
29
30

سلګونه هندي سرتېري د کشمیر پهلګام کې د وسلوالو لټون کوي

0
پولیس وايي، د هند تر واک لاندې کشمیر کې په وسلوال برید کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۷ ژوبل دي. چارواکي وايي، وسلوالو د اپرېل پر ۲۲مه په غرییزه سیمه پهلګام کې پر سیلانیانو ناتاره ډزې وکړې. د برید ذمه واري "د کشمیر مقاومت یا مزاحمت" په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې. تر پېښې وروسته سلګونه سرتېرو په پهلګام کې د مشکوکو وسلوالو لټون پیل کړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.