ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2025

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت؛ په کشمیر کې پر سیلانیانو ډزې ترهګریز او نه بښونکی عمل دی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر د هند تر ولکې لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو ډزې یو ترهګریز او نه بښونکی عمل بللی دی.وړاندې دغه وزارت ویلي، حالات څاري او د پېښې عاملانو ته باید سزا ورکړل شي.د سه شنبې په ورځ د هند تر واک د کشمیر په یوه تفریحي سیمه وسله والو پر سیلانیانو ډزې وکړئ چې ۲۶ کسان يې ووژل.فرانس پریس خبري اژانس وايی، له ۲۰۰۰ کال راهیسې دا په سیمه کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.تراوسه د برید مسولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.