روسي ډرون الوتکې په اوکراین کې یو بس ویشتلی
د اوکرایني چارواکو په وینا یوې روسۍ ډرون الوتکې د دنیپروپیتروفسک په سیمه کې د مارهانیتس په ښارګوټي کې د کارګرانو یو بس ویشتلی دی چې لږ تر لږه نهه تنه یې وژلي او په لسګونو نور یې ټپيان کړې دي.د دنیپروپیتروفسک والي نن سهار وختي اندیښنه ښکاره کړه چې د تلفاتو شمیر په زیاتیدو دی.روسیي ځواکونو د اوکراین په نورو سیمو کې هم ملکي تاسیسات په نښه کړې دي.د دې بریدونو له امله د اوکراین په پولتاوا او اودیسا ښارونو کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوې دي.د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې وویل، د استوګنې ودانۍ، سوداګریز تاسیسات، ګودامونه او ګراجونه زیانمن شوي دي.