ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2025

په لندن کې د اوکراین د سولې خبرې ناڅاپه وځنډیدې

0

د اوکراین د سولې په تړاو د لوړې کچې خبرې چې ټاکل شوې وه په لندن کې ترسره شي، په ناڅاپي ډول وروسته له هغه وځنډیدې چې څو جګپوړيو دیپلوماتانو په دې غونډه کې له برخې اخیستو ډډه وکړه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته په رااستولي بیان کې ویلي چې د اوکراین د سولې لپاره ننۍ غونډه ځنډیدلې او په رسمي کچه به خبرې روانې وي خو دا خبرې به د رسنیو په غیاب کې ترسره شي.

دا ناسته چې هدف یې پر اوکراین له اته دیرش میاشتو راهیسې د روسیې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د حل لارې لټول و، وروسته له هغه ګډوډه شوه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو په ګډون یوشمیر دیپلوماتان ترې ووتل.

سکای نیوز نن راپور ورکړ چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډویډ لامي هم د غونډې د پریښودو پریکړه کړې وه، خو تر دې دمه د دې خبرې تایید نه دی شوی.

د اوکراین پلاوی د غونډې د ځنډیدو سربیره لندن ته ولاړ.

تېره اونۍ، روبیو او نورو اوکرایني او اروپايي چارواکو په پاریس کې غونډه کړې وه چې لږ پرمختګ پکې وشو. تر دې غونډې وروسته روبیو د امریکا بې صبري په ګوته کړه او څرګنده یې کړه چې متحد ایالات ممکن په بشپړ ډول له دې خبرو ووځي.