ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24
25
26
27
28
29
30

اسلام اباد وایي چې له افغان طالبانو سره دوه اړخیزې اړیکي بیا پیل شوې

0

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د لوړې کچې دوه اړخیزې اړیکې له اوږدې وقفې وروسته بیا پیل شوې دي.

هغه د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل چې پاکستان به د طالبانو له چارواکو سره کار وکړي ترڅو د افغانستان په ګډون درې اړخیز او څو اړخیز ډیپلوماتیک میکانیزمونه بیا فعال کړي.

په دې میکانیزمونو کې د روسیې په ګډون یوشمیر ګاونډیان، د پاکستان افغانستان او چین درې اړخیز لورې، ازبکستان او ایران سره مذاکرات شامل دي.

په ورته وخت کې، محمد صادق د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د افغانستان په شمول د درې اړخیزې پروسې د بیا پیلولو او د پخوانیو تړونونو د تعقیب لپاره انلاین خبرې وکړې.

نوموړي وویل، دا وړاندیز به ډېر ژر له افغان حکومت سره شریک شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د چهارشنبې په ورځ کابل ته تللی و او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په ګډون یې له یوشمیر چارواکو سره لیدلي و.

هغه د کابل له سفر وروسته خپله غونډه رغنده وبلله، او زیاته یې کړه چې د دوی خبرې له حساسو او ستراتیژیکو موضوعاتو راڅرخیدې، خو هغه نور وضاحت ورنه کړ.

له هغه وخته چې طالبانو بیاځلي کابل نیولی دی، د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ څو ځله نښتې شوي دي، او د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په بې ساري ډول سړې شوې دي.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړیو ته پناه ورکوي؛ دا هغه تور دی چې د افغانستان اوسني واکمنانو تل رد کړی دی.