د راتلونکو دوو ورځو په مخه د ورښت او سیلاب خبرداری
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سیندیزو سیمو په ځینو برخو کې د بارانونو، سختې واورې او سیلابونو د راوتلوخبر ورکړی دی.
د دوی د اوبو او انرژۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپور کړي خبرداري کې له خلکو غوښتي چې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.