۱۳۸ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل
یوه الوتکه چې ۱۳۸ افغان کډوال پکې سپاره وو، له اسلام اباد څخه د جرمني لایپزیګ ښار ته ورسیده.د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ټولو افغانانو د "مشروط قانوني استوګنې جوازونه" ترلاسه کړي دي.د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پناه غوښتونکو کې ۴۵ ماشومان، ۷۶ ښځې او ۶۲ نارینه شامل دي.دوی به لومړی د مرکزي جرمني د کډوالو کمپ ته ولیږدول شي او په راتلونکو دوو اونیو کې به نورو ښارونو ته وویشل شي.سږ کال درې نورو الوتکو ۴۶۱ افغان کډوال جرمني ته لیږدولي.د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نږدې ۲۶۰۰ "زیان منونکي" افغانان لا هم جرمني ته د لېږد په تمه دي.دا هغه افغانان دي چې وايي د طالبانو د واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د دوی ژوند په خطر کې دی.د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې زیانګالي افغانان به د پاکستان د حکومت لخوا د جبري ایستلو له خطر سره مخ نشي، وویل: "موږ د پاکستاني چارواکو سره نږدې همغږي لرو او ژمن یو چې د هغو کسانو سره مرسته وکړو چې د لیږد ژمنه یې شوې ده."