ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2025

د افغانستان کرکټ د ۱۹کلنو ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

0

د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان د ۱۸۰ منډو په توپیر متحده عربي امارات ته ماتې ورکړه.د لوبې پچه د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې.د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې ۱۶۸ منډې وکړي او ونه توانیده چې هدف ترلاسه کړي.د ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي پړاو د سیالیو په ترڅ کې دا د افغانستان درېیمه لوبه وه.تر دې مخکې افغان لوبډلې خپلو سیالو عمان او او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.