ملګري ملتونه وايي راستانه شوي افغان کډوالو بیړنیو بشري مرستو ته اړمن دي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د انفلاسیون کچه مخ په لوړېدو ده او ډیری هغه افغانان چې له پاکستانه ستانه شوي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
ډبلیو ایف پي په خپل میاشتني راپور کې ویلي د متحده ایالاتو د بشردوستانه مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.
