شهباز شریف وايي حکومت یې د معدني زېرمو استخراج او صادرولو په اړه کوټلې تګلاره جوړوي
د پاکستان وزیراعظم وايي، که هېواد یې د خپلو معدني زېرمو په ټولولو وتوانېږي نو د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) په څېر مالیاتي ادارو ته به "مخه ښه ووايي."شهباز شریف د اپرېل پر اتمه په اسلام اباد کې په معدنیاتو کې د پانګونې په اړه دوه ورځنۍ غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل، په پاکستان کې د معدني زېرمو ارزښت "زرګونه مېلیارده (ټرېلیینونه) ډالر" دی.
نوموړي د یوې کوټلې تګلارې پر جوړولو ټینګار وکړ. "سر له ننه باید یوه شریکه تګلاره وي چې تاسو [پانګوال] خام مواد استخراج کړئ، صنعت ولرئ، هغه په توکو یا مصنوعاتو بدل کړئ او بیا یې صادر کړئ."
پاکستان پلان لري چې په څلورو صوبو او تر خپل واک لاندې ګلګت بلتستان او کشمير کې د کانونو او معدنو په برخه کې د پانګونې فرصتونو ته د ودې ورکولو لپاره یو "متحد چوکاټ" جوړ کړي.
حکومت وایي چې هغه چوکاټ به د نړیوالو شریکانو لپاره د پاکستان د مخ پر ودې کانونو څانګه کې د پانګونې د موقعو لټولو او د هغه هېواد د کان کيندنې په برخه کې د پراخو امکاناتو د کارولو لپاره د یو غوره دريځ په توګه کار وکړي.
غونډې ته د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار وویل چې پاکستان په ستراتیژیک ډول د نړیوالو کانونو د "ځواکمن کور" په توګه د څرګندېدو موقع لري.
ده زیاته کړه چې پاکستان د بلوچستان "د رېکو ډېک په څېر" د سرو زرو، مسو او نورو معدنیاتو "د یادګاري زېرمو کور دی. دا هېواد د نادره ځمکنيو عناصرو، صنعتي معدنو او قیمتي ډبرو پراخې سرچینې هم لري."
د پاکستان د ملي سرچینو شرکت یا نیشنل ریسورسز لېمېټډ (اېن ار اېل) مشر محمد علي طبه وویل چې د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د مسو او سرو زرو د پام وړ کانونه یې کشف کړي دي.
غونډې ته په وينا کې د پاکستان پوځ مشر جنرال سید عاصم منير ډاډ ورکړ چې د پوځ به د یوه "قوي امنیتي چوکاټ" او اقداماتو له لارې د شریکانو او پانګوالو ګټې او باور خوندي وساتي.
د اسلام اباد په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو، سازمانونو او شرکتونو شاوخوا ۳۰۰ استازي ګډون کوي.
تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر پینځمه په بیان کې ویلي ول چې د وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا چارو د دفتر لوړپوړی چارواکي ایرېک مېیر په مشرۍ پلاوی هم د پاکستان په معدنیاتو کې د پانګونې په غونډه ګډون کوي.
په بيان کې راغلي ول چې مېیر به له لوړپوړو پاکستانیو چارواکو سره په ملاقاتونو کې په هغه هېواد کې د امریکايي کاروبارونو پر ودې او ورسره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا وغږېږي.
په اسلام اباد کې د معدنیاتو په څانګه کې د پانګونې په اړه غونډه پر داسې مهال کېږي چې پاکستان له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی دی.
پاکستان له ۲۰۱۹م کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. تر دې وروسته حکومت له هغې ادارې سره د پور دوه نورې موافقې وکړې.
د ای اېم اېف کاري ډله په مارچ کې پاکستان ته د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام د بل قسط او د اب و هوا بدلون پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ۱.۳ اربه امریکايي ډالرو پور په ورکولو سلا شوه.