طالب چارواکي: له کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني او ناورین زیږونکی دی
د طالبانو د حکومت رییس الوزرا او څو نورو چارواکو له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو چلند" غیر اسلامي او غیر انساني" بللی دی.
د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه کې چې پرون دوشنبه جوړه شوې وه، له ملګرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د دغه انساني ناورین په مخنیوي او د کډوالو په باعزته ستنولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په دې اړه یوه خبرپاڼه کې چې د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت خپره کړې راغلي، دوی په خپلو ټولو موجوده امکاناتو هڅه کوي چې د راستنېدونکو لاسنیوی وکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، پاکستان یوازې تېرو دوو ورځو کې ۸ زره افغان کډوال اخراج کړي، خو د طالبانو حکومت بیا د یوې اونۍ په ترڅ کې د شاوخوا ۷ زره کډوالو راستنول تایید کړي دي.
پاکستان د مارچ له ۳۱مې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې پر هغو افغان کډوالو چاپې زیاتې کړي چې بې اسناده دي یا هم د افغانستان د هویت کارتونه لري.