په بلجیم کې نوي کډوال اندیښمن دي
یو شمیر افغان ځوانان چې په ناقانونه ډول بلجیم ته تللي دي وايي، دغه هیواد د کډوالۍ اړوند قوانین سخت کړي او اوس په ډیر کم شمیر سره دوی منل کېږي.دوی وايي له سختو ستونزو سره مخ دي، ان دا چې په شپو شپو په سرکونو او پارکونو کې پاتې شوي دي.
