د اختر لومړۍ ورځ هم د غزې لپاره خونړۍ وه، بل لور ته د روغتیایي کارکوونکو وژنې غسه پارولې
د غزې د عامې روغتیا وزارت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په رفح کې د روغتیایي کارکوونکو د وژلو پیښه وڅیړي.
د لویدیځو اژانسونو د راپور له مخې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې او د ملکي دفاع د خدمتونو څانګې ادعا کړې چې شاوخوا ۱۴ کارکوونکي یې یوه اونۍ مخکې د اسراییلو په برید کې وژل شوي دي.
د دغو وژل شویو کسانو ډله ییز قبر پرون یکشنبه وموندل شو چې منځ کې یې ۸ د سرې میاشتې کارکوونکي، پنځه ژغورونکي او یو بل تن چې هویت یې معلوم نه دی شامل وو.
دوی ویلي چې پر دغو روغتیایي کارکوونکو داسې مهال برید شوی چې هغوی په رفح کې پر بشري مرستو او د ژغورنې پر چارو بوخت وو.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې پرون یکشنبه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم د غزې په خان یونس سیمه کې د اسراییلوهوایي بریدونو د نهو ماشومانو او دریو ښځو په ګډون ۱۶ ملکیان ووژل.