ru24.pro
World News in Pashto
Март
2025

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل نه بدلوي

0

د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د غیرقانوني افغان وګړو د وتلو لپاره د مارچ د ۳۱ ضرب الاجل تمدید نه کړي.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې وویل چې حکومت به د مارچ د ۳۱ ضرب الاجل په کلکه عملي کړي او غیرقانوني کډوال به له هېواده وباسي.

تر دې وړاندې، اسلام‌آباد د طالبانو د حکومت هغه غوښتنه رد کړې وه چې په اسلام‌آباد او راولپنډۍ کې د مېشتو افغانانو د پاتې کېدو موده وغځوي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنیشنل د پاکستان له حکومته غوښتي چې د "غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان" بیرته واخلي.

له بلې خوا د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت څخه د افغان محصلانو د سوابقو غوښتنه شوې، چې باید د مارچ تر ۲۷ پورې وړاندې شي.

دا معلومات به د بهرنیو اتباعو د امنیتي څانګې ډیټابېس ته اضافه شي.

پاکستان ادعا کوي چې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره، چې د زیاتېدونکو تروریستي بریدونو له امله خراب شوی، دا ګام ضروري دی.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې، تر اوسه پورې، ۸۷۸,۹۷۲ افغان کډوال له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.