د افغانستان د خبریالانو مرکز: د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونو پېښې شا او خوا ۲۴ سلنه زیاتې شوي دي
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په روان لمریز کال کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادیو ځپلو بهیر یوه نوي او پېچلي پړاو ته ننوتی دی.
دغه مرکز په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه د راپور په خپرولو زیاته کړې چې په تېرو ۱۲ میاشتوکې یې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۱۷۲ پېښې یې ثبت کړې دي.
د راپور په ټکو په دې پېښو کې د «حاکمې ادارې» له خوا د تازه محدودیتونو د لګولو له امله د ۵۰ خبریالانو د نیولو او د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو ځنډول هم شامل دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په روان لمریز کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې پېښې د تېر کال په پرتله چې هغه مهال۱۳۹ پېښې ثبت شوې وې، ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي.
په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د کب په ۲۶مه او (د کب ۲۷مې) د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت خپور شوی په کې راغلي چې په۱۴۰۳ کال کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د نوي قانون په پلي کېدو د طالبانو محتسبینو د رسنیو د کارکوونکو په ګډون د خلکو لپاره د باید او نه باید مقررات وضع او په ځینو مواردو کې یې د دوی د استخباراتو ادارې سره په ګډه له رسنیو او د خبریالانو په وړاندې په مستقیمه توګه اقدام کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمیټې مسوولې سمیې ولي زاده ازادي راډیو ته وویل:
"تر هغه چې رسنۍ او خبریالان په افغانستان دننه خپلې قانوني ازادۍ ترلاسه نه کړي، وضعیت به تر دې هم بدتره شي اوموږ به د رسنیو او خبریالانو د وضعیت د لا ترینګلتیا شاهدان واوسو چې دا واقعاً د اندېښنې وړ ده."
د افغانستان د خبريالانو د مرکز په دغه راپور کې راغلي چې په ۱۴۰۳ کال کې واکمنې ادارې د پنځو نويو فرمانونو په صادرولو په رسنیو او رسنیزو کارکونکو محدودیتونه پراخ کړي دي چې په ځينوولايتونو کې د ژوندیو (ذیروحو) موجوداتو د انځورونو، د سياسي او اقتصادي خپرونو په ژوندۍ بڼه خپرېدو، د طالبانو له اجازې پرته دسیاسي خپرونو د مېلمنو بللو رابللو، او د رسنیو لخوا پر طالبانو د انتقادي پروګرامونو د بنديز لګولو محدودیتونه په کې شامل دي.
د راپور په ټکو دغه شان له رسنیو غوښتل شوي چې د وژل شویو طالب چارواکو لپاره د "شهید" او "شهادت" کلمې وکاروي.
د خبریالانو د ملي ورځې (دکب ۲۷مې) په درشل کې ډېری خبریالان په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د شدیدو محدودیتونوله امله شکایت کوي.
دوو خبریالانو چې نه یې غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:
"د خبریالانو نیول روان دي او خبریالان لا هم معلوماتو ته لاسرسی نه لري، تل د امنیتي ځواکونو لخوا ځورول کېږي، دوی ان نه شي کولای چې له خلکو سره په سمه توګه خبرو ته لاسرسی ولري."
" دوی (طالبان) غواړي چې که حقایق هم وي باید د دوی له لید او ارزونې تېر شي، هر خبره چې وي باید له دوی اجازه واخیستل شي، دغه ډول ستونزېموجودې دي."
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي، چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي او هېڅ خبریال د خپې دندې له امله نه دی بندي شوی
خو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دوی یو شمېر خبریالان نیولي، چې ځینې یې خوشي شوي، خو ځیني نور لکه رحیم سعیدي او مهدي انصاري لا هم د دوی په بند کې دي.